بیا هم افغاني غمیزه !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                                      

که څه هم له ډېر مهال وړاندې د افغانانو او په تېره بیا د ډیورندکرښې پر دواړه غاړو د پښتنو په مال او سر لو ګډ دی او په دې لو کې د ماشومانو ، ښځو ، بوډاګانو ، ساده وګړو ، استادانو ، ډاکټرانو ، انجینرانو او قومي مشرانو سرونه ریبل کیږي ، خو روستیو کې دې لو او د سرونو غوبل نور هم زور اخیستی او د هرې ورځې په تېریدو سره د وطن د لوڼو او زامنو له مړو او جسدو څخه سترۍ او دلۍ جوړیږي او هیواد ټول په هدیره بدلیږی !

د مالونو او سرونو په دې لو کې، ډېر کورني او بهرني لاملونه او فکټورونه سره یوځای شوي او په لویلاس هڅه هم کیږي چې ساده وګړي د غمیزې په اړه له پوهي او خبرتیا څخه لري وساتل شي .    

که یوازې د څو تېرو ورځو کرونولوژي راوسپړو د چلوټې ، غمیزې او ناورین له بیخ اوتل څخه خبریدلای او ډېرو هغه پوښتنو ته ځواب میندلای شو چې پوهه او خبرتیا يي راته ګرانه ښکاري .

که باګرام کې د قران پاک د پاڼو د سیځلو او یا د کندهار د زانګاوات د کلي د ولسي وګړو ټولوژنه چې له هرخوا د غندنې او کرکې وړ ده ، راواخلو لامل يي که هره استخباراتي پروژه وي ، قرباني يی په دواړو پېښو کې پښتانه دي. په هغو لاریونو کې چې د باګرام د پېښې په تړاو وشول او هلته د ۳۰ تنو په شاوخوا کې ووژل شول ، ډیری يي پښتانه وو . د زانګاوات په ټولوژنه کې خو ټول پښتانه وژل شوي .

که خبره له بل پلوه راوسپړو « د افغانستان په جنوب کې د مارچ په ۱۵ مه بیا د طالبانو په بمي حمله کې دیارلس تنه ملکیان ووژل شول . کندهار کې پولیس وايي چې د مارچ په ۱۵ مه د طالبانو له لوري د سړک په غاړه د اېښوول شوي بم په چاودنه کې نهه ماشومان او څلور ښځې ووژل شوې.

پولیس وايي چې دا پېښه د روزګان ولایت دهرات ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې د سپرلیو موټر د طالبانو له لوري پر ښخ شوي ماین وخوت.

د روزګان د والي ویندوی پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د دیارلس تنو د وژل کېدو ترڅنګ دوه تنه نور ژوبل شوي دي.

پرون هم هلمند ته د امریکا د دفاع وزیر له سفر سره په یو وخت د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې اته تنه ملکیان وژل شوي وو.

د هلمند ولایت چارواکو دا برید د طالبانو له لوري ګڼلی او وايی : «دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ د يوې بجې په شاوخواكې د مارجې ولسوالى د ريگي څلورلارې په سيمه كې د وسلوالوترهگرو لخوا د يوه ښخ شوي ماين له امله په يوه ټونس موټررامنځ ته شوه چې په پايله كې يې اته تنه ولسي وگړي په شهادت رسيدلي دي.»

بلخوا د پژواک د خبر له مخې د مارچ په ۱۵ مه، د ننګرهار د پوهني ریاست په وینا د چپرهار ولسوالۍ د شولانې لوړ ښوونځي ( لیسه ) ، ناپېژندو کسانو په بمونو والوځاوه .

په دې چاودنه کې د ښوونځي د ادارې په ګډون ۸ کوټې ، ۲۸ خیمې ، کتابونه او د ښوونځي نور سامانونه ټول سوځول شوي . ویل کیږی چې دې ښوونځي کې ۲۶۴۰ تنه نجونې او هلکان په زده کړه بوخت وو .

دا په روان کال کې څلورم ښوونځی دی چې دې ولسوالۍ کې سوځول کیږي .

که د لرې پښتونخوا خبرونه راواخلو ، هلته هم په پښتنو لو ګډ دی . د باجوړ په مامندو سيمه کې د مارچ په ۱۵ مه ، د چاودنې له امله ٥ کسان وژل شوي او ٢ ټپيان دي . چاودنه د يو قومي مشر له حجرې بهر شوېده .

د افغانستان د علماوو شورا په اعلاميه کې چې څو ورځې وړاندې خپره شوه، ښځو او نجونو ته سپارښتنه شوې چې د زده کړو په مرکزونو، دفترونو او نورو ټولنيزو ځايونو کې له نارينه وو سره ناسته ولاړه ونه کړي او د سفر پر مهال شرعي محرم ولري. دا پریکړه د علماوو شورا په استازیتوب او مشرۍ مولوي قیام الدین کشاف چې پښتون ګڼل کيږي ، په خوله بیانیږي او د ولسمشر کرزي لخوا د تایید او پلیتوب وړ بلل کیږي .

دلته کشاف د یوه پښتون په جامه کې، د ټولنې د نیمايي نفوس ښځو ، د بشر حقوقو او مدني او دیموکراتیکو ارزښتونو سره په مخالفت، حقیقت کې ټول پښتانه د ۲۱ مې پېړۍ له غوښتنو سره د مقابلې او جګړې په سنګر کې درولي ځلوي . دلته مولانا د پښتون په دریځ کې په داسې اندیښنو، دریځونو او پریکړوسره په کور دننه او بهر نه یوازې د ځان ، بلکې د ټولو پښتنو په وړاندې د نورو خلکو د کرکې او نفرت اور ته د خپلې اوږدې ږیرې په خورولو سره پکی وهي .  

نور خلک حق لري، وانګیري د پښتو مولانا چې داسې توره بوره ده او د تمدن ، پرمختګ او رڼايي دوښمن دی ، ساده پښتانه خو باید د ښځو د حقوقو، تمدن او رڼا پسې ټوپک راواخلي او وجنګیږي اوښايي روانه جګړه هم له داسې لاملونو څخه وبولي.

که د طالبانو دریځ راواخلو، طالبان دواړو پېښو یانې هم د باګرام او هم د زانګاوات پېښوته وحشت وايی چې دې کې څه شک نشته او د هغو پر ضد اعلامیه خپروي خو بیا د خپل قوم  په وړاندې له هغوی څخه بدتر وحشت چې پورته څو تازه بېلګې يي وړاندې شوې ، سرته رسوي . اسلامي ګوند هم ورته دریځ لري او څونه چې پښتانه شاړ، شډل او سړیتوب سره ناپخلا ځلولی شي ، صرفه نه کوي، روستۍ اعلامیه يي دا خبرې ښه په ډاګه کوي .      

د پېښو ټول بهیر ښۍ چې له نورو مخکې پښتانه، توندلارو مذهبي اندیښنو او فعالیتونو ته هڅول کیږي او کله چې دوی په دې ګاڼه سمبال کړل شي بیا نو جواز پیداکیږي چې د دوی د سپکولو او وهلو کار په ښه تیره توره پیل شي .

دلته څو پوښتنې باید مخې ته کښیږدو او د ځواب لپاره يي په لټه کې شو :

ــ د پښتنو په ویده توب ، تیاره والی ، د تمدن له کاروان سره په دوښمنۍ اوهمدارنګه د سیمې او نړۍ سره په اړخ نه لګولو او ټکر کې، کوم لاملونه او فکټورونه لوی لاس لري ؟

ــ کوم هیوادونه، ځواکونه او بنسټونه د داسې لاملونو او فکټورونو ملاتړ کوي او یايي ترشا ولاړ دي؟  

ــ بل کوم څوک توندلارو مذهبي اندیښنو ته پښتانه ورټيل وهي او په دې کار سره کومې موخې غواړي ترلاسه کړي او یا خپله پښتانه په دې مرادرډنډ کې خوشحاله دي او غواړي تلپاتې چاپیریال يي همدا ډنډ وي ؟

ــ ایا په اسلامي پراخه نړۍ کې د اسلام ساتلو ټیکداران یوازې پښتانه دي ؟   

ــ د غمیزې مونډیز او عمده لامل خپله پښتنو کې دي، که په ګاونډ او نړۍ کې دا لامل ولټوو ؟

د هر چا به خپل خپل دلایل وي ، خو زما په اند د غمیزي مونډیز لامل خپله پښتنو کې پروت دی . ترڅو چې خپله پښتانه ونه غواړي ځان کې تغییر راولي ، بل هیڅوک دوی ته تغییر نه شي ورکولای. د سیمي او نړۍ فکټورونه دا تغییر ورو او یا ګړندی کولای شي خو د تغییر زیرمه او سرچینه خپله پښتنو کې پرته ده .

همدې ورځو کې مې د یوه دوست لیکنه چې په تاند بریښناپاڼه کې خپره شوې وه، ولوستله. نوموړي دوست خپلې لیکنې ته داسې سرلیک ټاکلی و« افغانیزم ، د پنجوايي ماشومان، د یوې نوې جګړې پيلوونکی »

تر هغه ځایه چې د نوموړي دوست لیکنه د پنجوايی د غمیزې پورې اړه لري او یا هغه برخه چې پښتانه پکې زده کړې او پوهې ته هڅول کیږي له تایید سربېره په ستاینه هم ارزي، خو له دې خونړۍ پېښې څخه د بلې جګړې د پیل لپاره تبلیغ او یا په نا مستقیمه توګه په طالبانو او اسلامي ګوند ګورګرې څنډل چې د پنجوايي د ماشومانو په غچ راپاڅي او نوې لا دا چې اوسنۍ جګړه هم بسنده ونه ګڼل شي او نوې جګړې ته مټې رابډ وهل شي، د پښتون د یوه روشنفکر پتوګه خطرناکه طرحه ګڼل کیږي . زه دې دوست ته وایم ، د پنجوايی د پېښې په ملاتړ بویه طالبان راپاڅېدل او په هیلمند او روزګان کې يي غچ واخیست، خو دا غچ دوی له چا څخه واخیست ؟ خپل وروڼه يي ونه وژل ، خپل کلی، کور يي وران نکړ ؟ او یا د باګرام د پېښې په تړاو ۳۰ تنه څوک مړه شول ؟ هغه پښتانه روشنفکران چې د جګړې د لا تودوالی سندرې وايی او پخپل اند طالبان ، اسلامي ګوند ، سیاف او مولانا قیام الدین کشاف پشان کسان د پښتنو د ګټو ساتندوی بولی، له مذهبي توندلارو څخه زیات تیاره او تر ټولو لومړی د پښتنو پښې همدوی په تبرګي وهي.

پاکستان ، ایران او یا نور به موږ ته مذهبي توندلارې روزي او افغانستان ته به يي د ورانۍ ، ویجاړۍ او ټولوژنې لپاره رااستوي، خو افغانان او ترټولو ړومبی پښتانه خپله ولې داسې دندې ته زړه ښه کړي ؟

روشنفکران ولې د مذهبي توندلارو په خدمت کې شي، دوی ولې طالبان او د منځنیو پيړیو نورې خبیثه ارواوې د افغانستان د ژغورنګ پريښتې وګڼي او د دوی د تورې په تمه کښیني !

تر ټولو مخکې د توندلارو له واکمنۍ څخه د افغانستان ژغورنګ پکار دی .

ستونزه او غمیزه هغه مهال لا پيچلې کیږي چې خپلې دندې او مکلفیتونه پر پردیو واچوو. د هیواد روشنفکران هغه وخت روشنفکران نه، بلکې د ځمکې د مخ مفسدین ګڼل کیږي، خپله دنده چې هغه د ولس ویښتوب دی خوشې کړي او د تیارو، تورو ځواکونو سره د ولس په زوندۍ کولو کې شریک شي !

ترڅو چې خپل ولس ویښ نه کړو او ولس ته په صفا ټکو کې ریښتیا ونه وایو، ترڅو چې ولس د توندلارو د غوبل څخه د ولس په پوهاوي او په دولت کې د واکمني جهادي ــ مافیا په رسواکولو کې لاس په کار نه شو، که ټوله نړۍ ملامته هم شي، له روانې غمیزې څخه خلاصون نه شو میندلای !

د ۲۰۱۲ کال د مارچ ۱۶ مه

      


March 17th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات